IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛ابراهیم (ع)/10

  د انسان د ارزښت ښودلو لپاره پیمانه

6:27 - July 03, 2023
د خبر لمبر: 3487568
ایکنا-(تهران) هغو کتابونو ته په مراجعه کولو چې د انسان د تربیّت د اصولو او رودو بیانونکي دي،له داسې ډيرو تربیتي رودو اواطلاعاتو سره مخ کیږو، چې د هر  یوه امتحان کول، پر انسان د اغیزشیندنې د ژورتیا د پيژندګلوۍ لپاره له ډيره اهمیّته برخمن دي .

 یوه روزنیزه روده  دانسان امتحان کول دي . امتحان کول ،یعني استاد  یا مربی شاګرد دعمل په ډګر کې  راولي   څو د شاګرد  کیفیت روښانه وي، وړتیاوې یې څرګندې شي او وړتیا یې مشخصه شي. دغې رودې ته د انسان دامتحان کولو روده وئيل کیږي. حضرت ابراهیم علیه السلام  دیوه الوالعزم پیغمبر په توګه  له دِې رودې استفاده کړې او خداوندمتعال  په قرآن کریم کې  دغې صحنې ته انعکاس ورکړی دی .

د انسان د باطن  د خالص کولو او بریښتولو لپاره  امتحان کول یوه ترټولو ښه روده ده . دغه روده  په تربیّتي رودو کې له ډير اهمیّته برخمنه روده ده ،داسې جې  حتی  خدای تعالی هم په قرآن کریم کې انسان ته ژمنه ورکړې ده  چې دوي به امتحان کړي، امتحان کول له دې اړخه  چې انسان   پاک اوخالص کوي،له بلې یوې تربیّتی رودې سره  هم نشي پرتله کیدلی. په چورلټ ډول په مواعظې ،نصیحت ،  او داسې نورو رودو سره  انسان له چیلنج سره نشي مخامخیدلی . د مثال په توګه  خلک د ګاډي د چلولو لپاره  حتما پکار ده د ډرائيورۍ  آئين  نامه  ولولي ،خو هرڅه یوازې  ددغه کتاب په لوستلو سره  انسان ډرائيور نه کیږي.  باید دومره ګاډی وچلول شي  او ځان امتحان کړئ شي ، څو بلاخره  یاد کړي او په دې زمینې کې خپل مشکلات وپيژني.

په قرآن کریم کې د حضرت ابراهیم علیه السلام کیسه  د یوه پلار په توګه  نقل شوې ده چې خپل بچی  امتحانوي  

«فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْىَ قَالَ يَابُنیَ إِنىِّ أَرَى‏ فىِ الْمَنَامِ أَنىِّ أَذْبحُكَ فَانظُرْ مَا ذَا تَرَى‏  قَالَ يَأَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ  سَتَجِدُنىِ إِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابرِين ؛ کله چې له هغه سره د سعي او کوښښ مقام ته ورسید،نو وې وئيل،زویه !ما په خوب کې ولیدل چې تا  د ذبح کوم،نو ستا نظر څه دی ؟وې وئيل، ائ زما پلاره !هرڅه حکم لرې اجرا ئې کړه ،د خدای په غوښتې سره به ما له صابرانو ووینې.(صافات:102).

په دغه آیت کې د حضرت ابراهیم د نظر غوښتنې دعلت بیانول ډير اهمیّت لري او دا په دوو ډولونو سره وړاندې کیدلی شي؛ مشوره او  امتحان،

څرګنده ده په هغو چارو کې مشوره چې خداوندمتعال ئې پریکنده حکم ورکوي، نه ترسره کیږي،له دې وروسته احتمال باطل دی. حضرت اسماعیل (ع) پّ دغه امتحان کې سرلوړی ووت او په داسې حال کې چې د پروردګار  امر ته  تسلیم دی، دهغه په فرمان عمل کوي.

captcha